تبليغاتX
فــــــــــــــــدا

فــــــــــــــــدا

د فـــدامـــحمـــد( مـنـصـور ) وِېبـلاګ

څلوريزه / فدامحمد منصور


ډېر ځل تر سهاره يې ژړلي دي

کومه شپه چې مور ورياده شوې ده

نن شپه به منصور بيا تر سبا ژاړي

نن شپه ورته مور ورياده شوې ده

فدامحمد منصور

+ د خپرېدو نيټه  دوشنبه 1390/03/09ساعت 1:18 PM  :خپرونکی  فــدامــحمــد منصور  | 

څلوريزه / فدامحمد منصور

 

څلوريزه / فدامحمد منصور

دچا چې کور کې خپله مور نشته

پـه دې دنـيا کـې غـمـخـور نشته

داچې له ډېرې مودې کورته نه ځي

د منصور هـلـتـه خـپلـه مـور نشته

فدامحمد منصور

 

 

+ د خپرېدو نيټه  دوشنبه 1389/11/04ساعت 12:20 PM  :خپرونکی  فــدامــحمــد منصور  | 

لمـونـځ

لمـونـځ

۱-  لمونځ انسان له بدو کارونو راګرځوي .

۲ – لمونځ الله پاک ته دنږدېکت يواځنۍ لار ده .

۳ –  لمونځ دشيطان پر وړاندې کلا ده .

۴ – لمونځ دالله دخوښۍ  لامل دی .

۵ –  لمونځ دانسان د دنيا او اخرت برياليتوب دی .

۶ –  لمونځ دانسان دزړه څراغ دی  .

۷ –  لمونځ دالله پاک درحمت دنازليدو لامل دی .

۸ –   لمونځ رزق پراخوي  .

۹ – لمونځ دقيامت په ورځ دمؤمن دسر تاج دی .

۱۰ – لمونځ د دوزخ له اوره دخلاصون لار ده .

۱۱ –  لمونځ د اخرت توښه ده .

۱۲ –  لمونځ دمؤمن مسلمان معراج دی .

۱۳ –  لمونځ د دين ستن ده .

۱۴ –  لمونځ دجنت کُنجي ده .

۱۵ – لمونځ دالله (ج)  پر وړاندې ښه عمل دی .

۱۶ – لمونځ د دُعا دقبلېدو سبب ګرځي .

۱۷ – لمونځ د لمونځ کوونکي دمخ روښنايي ده .

۱۸ – لمونځ دشيطان دمکر او چل پر وړاندې وسله ده .

۱۹ – لمونځ له پُل صراط څخه دتېرېدو سَند دی .

۲۰ -  لمونځ دقبر دروښنايي څراغ دی .

۲۱ –  لمونځ دنکير منکر پروړاندې مثبت ځواب دی .

۲۲ -  لمونځ دقيامت په ورځ لمړنۍ پوښتنه ده  .

۲۳ -  لمونځ دهر متقي او پرهيزګاز توښه ده .

۲۴ –  لمونځ کوونکی دملايکو محبوب دی .

۲۵ –  لمونځ دالله له لوري دبخښنې وسيله ده  .

۲۶ – لمونځ د دنيا په مال کې دبرکت سبب ګرځي .

۲۷ –  لمونځ دګناهونو کِفاره ده  .

۲۸ –  دلمونځ کوونکي عملونه دالله په وړاندې دمنلووړ دي .

۲۹ –  لمونځ دايمان قوت دی .

۳۰ – لمونځ دمسلمانانو لپاره يووالی دی .

۳۱ – لمونځ دمسلمان زړه ته ډاډ وربخښي .

۳۲ – لمونځ دانسان دعزت او ښکلا ټکی دی .

۳۳ – لمونځ يعنې دالله پاک امر په ځای کول .

۳۴ – لمونځ دمسلمان اوکافرترمنځ دتوپير نښه ده

۳۵ – لمونځ دقيامت دورځې لپاره تياری دی .

۳۶ – لمونځ څرنګه چې لازم دی که اداشي نو له ګناهونو څخه به پاک شې .

۳۷ – لمونځ دمسلمان دټولوستونزو له منځه وړونکی دی

۳۸ – لمړی لمونځ وکړﺉ بيامو دخپلو ژوندو او مړو په حق کې خپل رب ته ددعا لاسونه پورته کړﺉ .

۳۹ – لمونځ -  وأمر اهلک باالصلواة / خپلو کورنيوته په لمونځ کولو آمر وکړﺉ .

۴۰ – لمونځ -  دهرلمانځه په وخت کې ملايکه اعلان کوي چې آی دآدم ځويه ! هغه اور چې تا دخپل ځان لپاره دګناهونوله امله بَل کړی دی ووژنه !

                  راټولوونکی :  محمدسـرور کاظمي

           ژبــاړن : فدامحمد منصور 

 

+ د خپرېدو نيټه  پنجشنبه 1389/07/29ساعت 3:50 PM  :خپرونکی  فــدامــحمــد منصور  | 

څلوريزه / فدامحمد منصور

څلوريزه  / فدامحمد منصور

غمونه مې دزړه دومره ډيرشوي دي جانانه

دژوندخواږه تراخه رانه هيرشوي دي جانانه

اشنا ! دخپل منصور سره رښتيا،رښتيا غږيږه          

دروغجن ورته په هرځای کې ګيرشوي دي جانانه

+ د خپرېدو نيټه  دوشنبه 1389/04/14ساعت 10:33 PM  :خپرونکی  فــدامــحمــد منصور  | 

لنډۍ -

لنډۍ

ديارغمونو مې رنګ زيړ کړ

خلکوته وايم چې زيړي نيولی يمه

ديارغمونوليونی کړم

ځکه مې کلي کې اوس خلک نه پريږدينه

خلک دشپې ارام ويده وي

زه شپه ديارپه غم کې ويښه تيرومه

که دجانان غمونه  نه وای

اوس به مې نه وای په زړګي کې دا زخمونه

دغم غمخوار راته پيداکړﺉ

که نه نوزړه به مې له غمه ګړوب شينه

+ د خپرېدو نيټه  پنجشنبه 1388/11/22ساعت 2:57 PM  :خپرونکی  فــدامــحمــد منصور  |